خورې، څنګه کولای شې د خواښې زړه وګتې!
کله چې یوه نجلۍ واده شي نو بیا د هغې یوه بیل ژوند شروع شي، دا ژوند د مسؤلیت نه ډک وي خو هغه وخت بې خونده شي چې کله یې د خواښې سره تعلق خراب شي او د دې له وجې نه یې په میړه هم ښه نه لګیږي او د کورنیو مشکلاتو لپاره یوه نوې دروازه خلاصه شي. خواښې د مور غوندې وي او بعضې خو بیا د خپلو نګورګانو سره دومره مینه کوي چې په نګور د خپلی مور نه هم زیاته ګرانه شي او احترام یې کوي، ډیر کم داسې پیښیږي چې خواښې یې لږ بد مزاجه وي خو یوه نوې نګور څنکه کولای شي چې د خپلې خواښې زړه وګټي. لاندې یو څو داسی لارې چارې شته چې یوه خور کولای شي د هغې په کارولو سره په خپله خواښې ګرانه شي. 1 : هر وخت خپل خاوند دې ته هڅوه چې د خپل مور او پلار او خاصتا د مور احترام او خدمت وکړي او له دوی سره کښیني او خبره یی واوري. 2 : د خپلې خواښې سره داسې تعامل کوه لکه څنګه دې چې د مور سره کولو او کله چې هغه غلطه وه غلطي یې داسې اصلاح کوه لکه څنګه دې چې د مور غلطي اصلاح کوله. 3 : کله دې هم میړه ته د خواښې خبرې مکوه (که چیرته یې درته سخته خبره کړې وي او یا یې رټلې وې) ځکه چې کیدای شي ستا په میړه باندې دا خبره بده ولګیږي او د مور سره یې خبرې تاو راتاو شي او بیل شي او یا عاق شي او یا کیدای شي د مور نه دفاع وکړي او ستا سره یې مشکلات پیدا شي چې دا داوړه کارونه خطرناک دي. 4 : کله هم میړه ته دا مه وایه چې مور دې درباندی زما نه ډیره ګرانه ده ځګه هر انسان خپل ځای لري او هر څوک خپله درجه. 5 : خپلو اولادو ته دا وښایه چې د نیا څنګه احترام وکړي او څنکه یې خدمت وکړي. 6 : کله نا کله یو څه هدیه ورکوه او دا څرګندوه چې مینه ورسره کوې. 7 : خپلې خواښې ته دا وروښایه چې ته یې د لور غوندې یې یا ورته د لور نه هم نزدې یې. 8 : کله یې چې د کوم کار اراده وه مرسته ورسره کوه، او د میلمنې غوندې چلن ورسره مه کوه، اودس ته ورته اوبه ورکوه او یا داسې نور کارونه. 9 : دعا ورته کوه که هغه په غیاب کې وي یا په مخامخه وي، چې الله دې د صالحاتو نه وګرځوي او الله دې یې په عمر کې برکت واچوي یا داسې نورې دعاګانې. 10 : کله یې چې څه شي په کار ول، ورته یې اخله او یا چې ستا څه ضرورت وو، ورته وایه او که چیرته تللې نو اجازت ترینه اخله. 11 : د کور د کارونو څخه چې خلاصیدې ورسره کښینه او خبری ورسره کوه. داسې خبره مه کوه چې پرې بدې لګي. خورې په یاد ولره چه نن که چیرته ته نګور یې سبا به خواښې شې او پښتو کې متل دی چه: څه کرې هغه به ریبې الله دې نه کړي چه سبا ستا حال هم خراب وي. اللهم وفقنا لما تحب وتر ضی
ميوند ننګيال
سه شنبه, 08 December 2009 07:09