سرچینه: اسلام آنلاین.نټ
پوښتنه:
آیا په اسلام کې د سګرټ
څکول او نور دخانیات روا دي که ناروا؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحیم
واړه حمد او ثنا الله لره ده.
ګرانه وروره! تر هر څه د مخه زه له تاسو څڅه مننه کوم چې په موږ مو
اعتماد وکړ او د خپلې پوښتنې لپاره مو موږ غوره کړلو.
د دغې پوښتنې په اړه باید وویل شي چې:
په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې سګرټ څښل صحت لپاره خورا مضر
دي او ډیر اضرار لري چې یو ډیر خطرناک ضرر یي د سږي سرطان بلل کیږي.
سګرټ نه تنها خپله سګرټ څښونکي ته، بلکه ټولو هغو خلکو ته چې له ده سره
سروکار لري تاوان رسوي. د اسلام سپیڅلي دین د ښه صحت درلودلو ډیره توصیه
کړې او همداراز محمد صلی الله علیه وسلم نصیحت کړی ترڅو موږ په خپلو
خوړو او څښو کې توازن وساتو چې مریضان نه شو.
دا یوه څرګنده خبره ده چې په سګرټ کې ډیر مضر مواد شته لکه کاربن
مونوکساید، نیکوتین، بنزین، نیپور او داسی نور.
محمد عبد الغفار افغانی خپل په کتاب کې چې نوم ېې «د سګرټ ۹۹ اضرار» دی
لیکلي چې د سګرټ ۹۹ امراض مینځ ته راوړي کوم چې ډاکټرانو بیان کړي.
|
ډاکټر صلاح الدین
عبدالرب چې په مصر کې د اعصابو ډاکټر دی داسې وایي: کله چې کوم سړی
د سګرټ په څښلو عادت واخلې نو سګرټ څښل ېې په صحت باندې ډيره بده
اغیزه کوي حتا دا چې په زړه باندې یي اغیزه کوي. د تحقیقاتو په
نتیجه کې داسې څرګنده شوي چې د سګرټ څښونکي د زړه ټکان او د وینی
جریان هم خرابیږي او هغه وخت په وخت سره ضعفیږي او د هغوی شریان وخت
په وخت سره چملکیږي. بعضی وختونه، خصوصاً د عمر په زیاتوالي سره
سګرټ څښونکی د وینې له لوړ فشار او د ستوني له تخریش سره مواجه
کیږي. همدارنګه د هغه هضمي او تنفسي دواړه سستمونه له ستونزو سره
مخیږي او هغه خپله اشتها هم له لاسه ورکوي. په دې ټولو برسیره سګرټ
څښونکی له یو شان ټوخي سره مخیږي. کله چې عصبي اعضا له سګرټ څخه
متاثره شي نو سګرټ څښونکی یو خارښتي احساس کوي او د هغه د بدن په
غړو باندې یو رقم بی حسي راځي او په عصبی رشتو کې یي یو شان ته درد
وي. |
___
|

|
په ۱۹۶۶ کال کې د امریکا د ډاکټرانو په کلنۍ ناسته کې تر ټولو زیات
تمرکز د سګرټ د اضرارو په اړه وو. هلته ډاکټران چې پوهیدل چې د سګرټو بد
عواقب د سږي سرطان مینځ ته راوړي، هغوی ته په ډاګه شوه چې د سګرټو تر
ټولو وړه اغیزه د تشویش را پارول دي.
دا خبره هم مهمه ده چې خپلو تکړه ځوانانو ته د سګرټ اضرار بیان او واضح
کړو او لدې ګواښ نه یې وژغورو.
د سږي سرطان یو ډیر غیر معمولي مرض وو، خو د تیرې پیړۍ په پای کې خورا
زیات شو. په ۱۹۶۰ کې د سږي د مرض څخه مړینه نسبت په مخکې کلونو زیاته
شوه.
سګرټ څښل بدن ته د نورو امراضو مینځ ته راوړلو تر څنګ مشخص اقتصادي او
ټولنیز اضرار هم لري.
د سګرټو د منعې شرعي دلایل
سګرټ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په زمانه کې موجود نه وو خو زموږ
سپیڅلي اسلام دین ډیر اساسي قوانین وضع کړي چې له هغې نه نور ډیر فرعي
قوانین مینځ ته راځي. له دې عمومی قوانینو نه علماوو داسې نتیجه
واخیستله چې سګرټ څښل [حرام] دي.
و لا تلقوا بایدیکم الی التهلکه... بقره
او مه غرځوﺉ خپل ځانونه په هلاکت کې.
څرنګه چې د سګرټ څښل وژونکي امراض مینځ ته راوړي نو دا پخپله د ځان
هلاکت دی.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: « هرڅوک چې خپل د وژلو لپاره زهر
وڅښي، هغه به د دوزخ په اور کې د تل لپاره زهر څښي».
سګرټ له زهرو څخه ډير مضر دي او سګرټ څښونکی د سګرټو په څښلو سره په یو
تدریجي مرض مري.
|
نثار احمد اسلام مل
|
|
شنبه, 26 December 2009 07:24 |