څنګه پوهېدای شو چې الله جل جلاله له موږ راضي دی؟

 

ليکوال: عصمت الله عزام

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
که له انسان څخه الله رب العزت راضي شي، دا د ده لپاره  لويه نېکمرغي او ستر برياليتوب  دی، که ترې ناراض شي، دا يې لويه تباهي،حقيقي بدمرغي، تلپاتې شرمندگي او د سختو عذابونو لامل او سبب دی.
مطلب دا دی چې زموږ لپاره په ژوند کې لومړنی  مهم کار دا دی چې الله رب العزت له ځانونو راضي کړو.
اوس څنګه به پوه شو چې الله رب العزت له موږ راضي دی، که ناراضه. د دې لپاره څونښي اواسباب شته، علماء کرامو هغه جمع کړي دي په دغو نښو کې ځينې  ټولنيزې دي،چې د ټولنې سره تعلق لري.
او ځينې يې ځانګړې دي، چې د يوه شخص سره تعلق لري، دا بايد هر مسلمان په غور سره  ولولي او بيا دې  د ځان او ټولنې په هکله فکر وکړي چې څومره دا نښې په موږ کې شته،که وي، د الله تعالی شکر دې ادا کړي او پر هغو دې ثابت واوسي، که نه وي په ځان کې د راوستو کوښښ دې وکړي.
هغه دا دي:
اول : په بعضو آثارو کې نقل شوي چې بني اسرائيلو له موسی عليه السلام څخه غوښتنه وکړه چې  له خپل رب څخه دې پوښتنه وکړه چې کله له موږ راضي اوکله ناراضه وي؟
الله رب العزت موسی عليه السلام ته وحې وکړه چې زه کله باران په خپل موسم کې وروم، ستاسو د چارو واک نيکانو ته وسپارم او مالونه سخيانو ته ورکړم، په دې وخت کې زه له تاسو راضي يم .
او کله چې باران بې موسمه وروم، بد خلک مو مشران کړم او مالونه مو بخيلانو ته ورکړم، په دې وخت کې زه ناراض يم (قوت القلوب ص ١٣٨)
دا نښه د ټولنې سره تعلق لري، يعني په عمومي توګه چې الله پاک راضي يا ناراض وي، دا نښې تر سترګو کيږي.
دوهم : کله چې الله رب العزت يو انسان د خير په کارونو کې استعمالوي، په خپل طاعت او عبادت  کې يې استعمالوي، دا د الله پاک د رضا علامه ده، چې الله پاک له دې انسانه راضي دی.
او کله چې يو څوک د ګناه په کارونو کې استعمالوي، د الله تعالی په نافرمانۍ کې يې لګياکړي، دا له هغه انسانه د الله  تعالی د ناراضتيا علامه ده.
دې خبرې ته الله پاک په خپل کتاب کې اشاره کړې په سورۀ حج کې داسې فرمايي چې ژباړه يې دا ده:
ته نه گورې يقيناً الله ته سجده کوي هغه څوک چې په اسمانو کې دي او هغه څوک چې په زمکه کې دي، او لمر، سپوږمۍ ستوري، غرونه، ونې، زنده سر (څاروي او نور...) او ډېری له خلکو څخه.
او پر ډېرو باندې د عذاب فيصله ثابته شوې ده، څوک چې الله تعالی سپک کړي، هغه ته هيڅوک عزت ورکوونکی نشته، يقيناً الله تعالی هغه کوي څه چې غواړي. (الحج ١٨)
په دې آيت کې اشاره ده چې څوک  الله پاک ته سجدې  کوي هغه مُکرَم او عزتمند بنده دی، ځکه يې ځان ته په سجده کړی دی.
په يوه اثر کې راغلي دي چې د عطاء ابن ابي رباح يوه مينځه وه، د شپې د لمانځه تر ادا کولو وروسته يې داسې دُعاءوکړه: اى ربه! ستا د محبت له لامله چې  له ماسره يې لرې دا حاجت مې پوره کړه؟
عطاء ابن ابي رباح ورته وفرمايل: داسې مه وايه بلکې داسې ووايه چې  اې ربه! زما د محبت له لامله چې  ستا سره يې لرم دا حاجت مې ترسره کړه؟
مينځې ورته وويل:که الله پاک راسره محبت نه درلودای، ځان ته به يې په عبادت باندې نه درولم.
(کله چې يې په عبادت درولې يم، له دې معلوميږي چې د الله پاک راسره مينه شته)
عطاء بن ابي رباح د دې ځواب په اورېدوسره د مينځې  فهم او پوهې ته حيران شو.
په حديث شريف کې هم دا خبره راغلې ده چې ان الله اذا احب عبدًا استَعمَله قيل و کيف يستعمله؟ قال :
يوفقه لعمل صالح قبل الموت (رواه الترمذي)
{کله چې د الله پاک يو بنده خوښ شي، هغه استعمال  کړي.
چا ورته وويل : څنګه يې استعمالوي؟
ويې فرمايل: تر مرگ مخکې د نېک عمل توفيق ورکوي}
دريم : کله چې دانسان زړه د الله رب العزت له محبته ډک شي دا هم د الله پاک د رضا نښه ده الله پاک فرمايي: يُحبُهُم وَيُحبُونَهُ {مينه به لري الله پاک د دوی سره او دوی به د الله سره مينه لري}
په دې آيت مبارک کې الله پاک خپل محبت د دوی د محبت سبب ښودلى دی، يعني د دوی  سره د الله پاک د مينې او محبت لامل دا دی چې دوی د الله سره مينه لري.
څلورم : د الله پاک د کتاب سره تعلق ساتل.
دا هم د الله پاک د رضا يوه لويه علامه ده لکه څنګه چې  له ابوهريره رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: قرآن لولئ ځکه قرآن د قيامت په ورځ ډېر ښه سفارش کوونکی دی، قرآن به وايي: اى ربه! ده (د قرآن لوستونکي) ته د عزت حليه (د ښائست سامان) ورواغونده، نو د عزت حليه به ورواغوستل شي.
 (بيا به ووايي)اى ربه! ده ته د عزت جامې ورواغونده، نو هغه به هم ورواغوستل شي.
 (بيابه ووايي)اې ربه! د عزت تاج ورواغونده،اې ربه ترې راضي شه، ستا تر رضا وروسته بل څه نشته! (رواه الدارمي واسناده صحيح)
پنځم : اخلاص، لمونځ او زکات :
له انس ابن مالک رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې له نړۍ په داسې توگه بيل شي چې د الله سبحانه وتعالی لپاره اخلاص کوي په عبادت کې، (يعني بل چا ته په هيڅ قسم عبادت کې برخه او حصه نه ورکوي) لمونځ يې کړی وي او زکات يې ورکړی وي، په داسې حال کې به مړ شي چې الله پاک به ترې راضي وي.
(رواه ابن ماجة واسناده حسن)
شپږم : د الله تعالی رضا په دې هم معلوميږي چې يو انسان په هغو کارو کې بوخت وي کوم چې د الله تعالی د رضا اسباب دي، چې هغه تقريباً شل عملونه دي (انشاء الله تعالی په نږدې راتلونکي کې به هغه هم وليکو، د الله پاک په توفيق سره)
اووم : له عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ان الله قسم اخلاقکم کما قسم ارزاقکم، و ان الله يعطي الدنيا من يحب و من لا يحب و لا يعطي الدين الامن احب، فمن اعطاه الله الدين فقد احبه، و الذي نفسي بيده لايسلم عبد حتی يسلم قلبه و لسانه، و لا يؤمن حتی يأمن جاره بوائقه.
(رواه احمدوالبيهقي و هو في المشکات)
{الله پاک ستاسو اخلاق هم داسې در تقسيم کړي دي لکه څنګه چې يې ستاسو روزۍ تقسيم کړې دي، الله پاک دُنيا (مال) خوښ او ناخوښ دواړو ته ورکوي خو دين يوازې هغه چا ته ورکوي چې خوښ يې وي، نو چا ته چې الله پاک دين ورکړي نو دا سړى يې خوښ دی، په هغه ذات مې دې قسم وي
د چا په لاس کې چې زما ساه ده، يو بنده تر هغه مسلمان نشي کېدی تر څو چې يې زړه او ژبه اسلام رانه وړي، او ايمان والا نشي کېدی تر څو چې څنګلوری (ګاونډی) د ده له تکليفه خوندي نه وي.
له دې حديث څخه معلومه شوه چې الله پاک له دينداره خلکو راضي وي ځکه يې ورته د ديندارۍ توفيق ورکړی دی.
نو دينداري هم د الله پاک د رضا يو څرګندوی دی.
اتم : بله علامه د الله پاک د رضادا ده چې الله پاک چا ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارکو سنتو د تابعدارۍ توفيق ورکړي دا د دې څرګندوی دى چې له دې سړي څخه الله رب العزت راضي دی.
الله تعالی فرمايي: قُل ان کُنتُم تُحبُونَ اللهَ فَاتبعوني يُحببکُمُ اللهُ ويَغفرلَکُم ذُنُوبَکُم وَاللهُ غَفُورٌرَحيمٌ {آل عمران}
{ورته ووايه اى پيغمبره (صلی الله عليه وسلم)که تاسو د الله تعالی سره مينه لرئ، زما تابعداري وکړئ، الله پاک به تاسو سره مينه او محبت وکړي، ګناهونه به مو دروبخښي او الله پاک بخښونکی او مهربان دی}
په دې آيت کې ترغيب دی  د الله پاک د محبت حاصلولو ته په په تابعدارۍ سره د نبي عليه السلام.
له دې آيت څخه په څرګند ډول معلوميږي چې د الله تعالی محبت درسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو طريقو د عملي
کولو سره تړلی دی، معلومه خبره ده چې د چا سره الله پاک محبت او مينه لري خامخا ترې راضي هم وي.
الله پاک دې موږ ته خپله رضا را په برخه کړي آمين.
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين.
 

برگشت به صفحه نخست

eXTReMe Tracker