|
ټول مسلمان افغانانو وروڼو او خويندو ته خبر ورکول کیږي چي الحمدالله د افغانانو د جامع
مسجد
په جوړيدو او د فعالو او مخلصو مسؤلينو وروڼو په درلودلو سره زمونږ ټول هغه عباداتي ،
دینی
، کلتوري او ځيني نور اسلامي رسومات لکه نکاح ، جنازي ، د مړو تدفين په سويدن کښي
او يا د هغي انتقال افغانستان ته ، فاتحه ، خيرات ، د قرآن عظيم الشان د ختمونو
پروګرام ، د مولود شريف تجليل ، د عاشورا د ورځي تجليل ، د حج او عمري پروګرامونه ،
ذکات
، قرباني ، د روژي فطر ، د وړو ماشومانو
(هلکان
او
نجونو)،
د مشرانو او ځوانانو
(نارینه
او ښځينه)
لپاره ديني ، ژبني او کلتوري تعليمي پروګرامونه او داسي نور د افغانانو د جامع
مسجد
لخوا په يو راجستري ، رسمي او آسانه توګه اجرأ کيږي.
د افغانانو د جامع
مسجد
مسؤلين د لا ډير خدمت او د يوي اسلامي او بشري فريضي او وجيبي د اداکولو په خاطر
ټولو هغو مسلمان افغان وروڼو او خويندو ته پرته له هرر از
تبعيض او امتياز څخه په ډير درناوي خبر ورکوي چي د ضرورت په وخت کښي دي د پورتنيو
مراسمو د تطبيق او ادا کولو
لپاره
د لاندينيو تيلفونونو سره اړيکي
ټینګې
کړي.
۱-
الحاج محمد عیسی خان (ابراهمي)
073-7204025
۲-
الحاج سلیم (عابد)
073-9394622
۳-
الحاج
انجینر(زاهد)
076-2295812
انشأالله چي ټول مشکلات به يي حل او د لازمو خدماتو او مساعدتتونو څخه به مستفيد او
بهرمند وګرځي.
و من الله توفيق
د افغانانو د جامع
مسجد
مسؤلين |