خبرتیا

د افغانانوجامع مسجد مسلمان ماشومانو (هلکان او نجونو) لپاره ديني ، ژبني او کلتوري زده کړو زمینه او شرایط مساعد کړي دي چې اوس محال په دغه مسجد کې هره شنبی ورځ (۱۲۰) تنو مسلمان ماشومان (هلکان او نجونو) په ديني ، ژبني او کلتوري زده کړو کې برخه اخلی.

سربیره پر دي د یو شمیر ښځینه او نارینه مسلمان افغانانو د پرله پسي غوښتني له امله د هری یکشنبي په ورځ د ماسپښين له ۳ بجوڅخه تر۵ بجو پوری د مشرانو او ځوانانو (د ښځیيه او نارينه) مسلمان افغانانو لپاره ديني ، کلتوري او تعلیمي پروګرام د لاندنيو مدرسينو لخوا په وړیا او افتخاري توګه شروع شوي دي.

۱- الحاج محمد عیسی خان (ابراهمي) د افغانانو د جامع جومات امام.
۲- ډګروال محمد عالم (عالمي) د افغانانو د جامع جومات مدرس.
۳- حافظ القرآن محمد ابرار د افغانانو د جامع جومات مدرس.

۴- حافظ القرآن ضياالرحمن د افغانانو د جامع جومات مدرس.

د پورتني تعليمي پروګرام د شروع کیدو په خاطر ټولو هغو مسلمان وروڼو او خویندو ته پرته له هر راز تبعيض ، امتیاز او شرایطو څخه په ډیر درناوي سره خبر ورکول کيږي چي ددي قیمتي او با ارزښت فرصت څخه د ګټه اخیستلو سره خپله علمي ، فکري او نظري سویه د اوچتولو سربیره ، ستاسو ټول هغه ديني او کلتوري سوالونه په یوه ډیره آزاده ، د صميميت او اخوت نه ډکه فضا کښي مطرح کيداي شي او خپل جوابونه د شرعي دلايلو او ثبوتونو د حاصلولو سره سم لاس ته راوړلئ شي.

     و من الله توفيق
د افغانانو د جامع مسجد مسؤلين

برگشت به صفحه نخست