روژه څنګه تیره کړو؟

ښاغلی مولانامحمدمسعود ازهر د بینوا په انټرنټی سايټ کي دروژي دتيرولو او درمضان د مبارکي مياشت په هکله داسي ليکي :
" ګناهګاران لپاره دبښني میاشت شروع شوه- یا مرحبا – دالله نیکانو بندګانو لپاره دخوشحالۍ پیغام او دخپل رب سره دیو ځای والي میاشت راورسیده .
هو!
دفرضو اجر په اویا درجی اونفل دفرضوپه اندازه مجراکیږي شیطانان وتړل شول او جبریل امین مځکی ته راکوزشو دجهنم دروازی بندي او دجنتونو دروازی بیرته شوی . درحمت ،مغفرت اوجهنم نه دازادیدوشبنم وریږي . دقرآن،قیام اللیل ،روژی او استغفار مزی اخستونکو لپاره درمضان میاشت شروع شوه .

څوک به اوس هم دالله نافرماني کوي اوڅوک به په لړزیدونکوشونډوداحکم الحاکمین څخه بښنه غواړي او په راتلونکي کي به دګناه نه کولو عزم  کوي اوبیا به تر یوی میاشتی دنور په سمندر کې ډوب شی . دقرآن تلاوت به کوی تهجدو ته به زورورکړي زیات نه زیات مال به خرڅ کوی خپله به هم روژه وی او روژه داروته به روژه ماتی برابروی په عباداتو به ځان ستړی کوی نن به لږه خرچه وکړي او سبا به یی زیات اجر حاصل کړي .
هو!
درمضان په رارسیدو سره څو اعمال په فوري توګه شروع کړۍ
(۱) روژه دمکمل ادابو سره ونیسۍ ، غیبت نه ځان وژغورۍ ، روژه کی چی دحلالو په خوراک بندیز ولږیده دحرامو اجازه به چیري وي ؟ فلمونه ، بد نظر ، بی ځایه ګپونه مکمل پریږدئ ددین کارونه کوئ . تلاوت او لمونځ ته زور ورکړۍ په موبایل دلوبو کولو څخه هم ځان وژغورئ کوم وخت چی عبث تیروئ دالله په عبادت  کې یی تیر کړۍ .
(۲) پنځه وخته لمونځ په جمعه دسنتو اونوافلو سره ادا کړ ۍ کوښښ کوئ چی هر لمونځ مو دتکبیر تحریمی سره وي .
(۳) تراویح درمضان المبارک تحفه ده پوره شل رکعته کوئ ، تراویح دالله ډیر لوۍ نعمت اوعبادت دی خو افسوس چی ډیر خلک تری غافل دي .
(۴) دقرآن تلاوت زیات نه زیات کوئ کم ترکمه چی په ټوله روژه کې خو دری ختمونه وکړۍ دا میاشت دالله ده او دالله په کلام دالله نزدیکت حاصل کړئ .
(۵) دتهجدو پابندي کوئ ځکه داد عاشقان عبادت دی پيشنمي لپاره خو هسي هم پاڅیږئ تهجد هم ورسره کوئ او دغه عادت په ځان کې دټول کال لپاره پیدا کړئ .
(۶) دالله په لار کې دخپل توان په اندازه خیرات وکړئ
(۷) په اخرو لسو ورځو کی هره طاق شپه دعبادت لپاره ملا وتړئ او دلیلة القدر پلټنه پکې وکړئ هغه رحمت حاصل کړئ دکو م چی الله حکم رالیږلی .
(۸) دالله څخه بښنه غواړئ په تیرو ګناهونو پښيمانه او راتلونکې کې دنه کولو عزم وکړئ او دبښني لپاره دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم  خودلی دعا بار بار وایی : اَللّهُمّ اِنّکَ عَفُوٌ تُحِبّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی
(۹) ددری شیان سخت حفاظت وکړئ – زړه ، ژبه او شرمګاه – زړه دکفر شرک حسد او دمسلمانانو سره دکینی نه پاک کړئ زړه ته دمال دولت او خواهشاتو مینه مه پریږدئ چی داخله شي یواځی دالله ذکر ورننه باسئ ددروغو څخه ځان وژغورئ کمی خبري کوئ په ژبه چاته تکلیف مه ورکوئ خپله ژبه په غیبت او بهتان مه ناولي کوئ دشرمګاه حفاظت کوئ اوددی په غوښتنه سترګی لاس اوژبه مه استعمالوئ . هغه ملګری چی په مزدورئ بوخت وي هره ورځ دی ۵۰۰ کرته (سُبْحانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیم)وایی الله به ورته په مزدورۍ کی برکت واچوي .
(۱۰) او وروستۍ غوښتنه داده چی:
(۱) هره ورځ دوه رکعته لمونځ ( صلوة)  حاجت وکړئ اوپه الهی دربار کې دعبادت دتو فیق او قبلیدو دعا وکړئ .
(۲) داسلامی امت دیو والي اوبري لپاره خصوصی دعا ګاني وکړئ دا بنده هم ددعا نه هیر نه کړئ " 

                                      والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته                                                  

                              مولانامحمد مسعود ازهر

www.afghanan.se