پښتو متلونه

پښتو متلونه

دښاغلې سمندر(ستوري)څخه مننه کوو، چې لاندي پښتو متلونه يي موږ ته راليږلي دي.

١ - د مشر لارد کشر پل دی

٢ - که غر لوی دی خو په سر یی لار وی

٣ - که شپه تیاره ده نو مڼي په شمار دی.

٤ - د درواغو مزل لنډ دی.

٥ - کوږ بار تر مزله نه رسيږي.

٦ - چي څه کري هغه به ريبي.

٧ - د کبر کسه نسکوره ده.

٨ - مسکين خداي کړي بي همته چا کړي.

٩ - په يوه موزه کي دوه پښي نه ځايږي.

١٠ - په يوه لاس کي دوه هيندواني نه ځايږي.

١١ - چي رښتيا راځي نو درواغو به کلي وران کړي وي

١٢ - لوې مې کړې خو لوېې رانه کړې.

١٣ - ګو مان د اېمان زېان دې  .

١٤ - په حرکت کې بر کت دی.

١٥ - تشه لاسه ته مې دښمن یی.

١٦ - چې په شاتو مرې نو په زهرو ېې مه وژنه.

١٧ - تخت سليمان ته پاتي نه شو او خزاني قارون ته.

١٨ - ياد به د زه کړم موړ د خداې کړه.

١٩ - لوخي د خپل قام بد غوښتل سر يي پهاوبه کي وچ شو.

٢٠ - په ډيرو قصابانو کي غوا مرداريږي.

٢١ - سل د ومره دسلو سر دي مه مره.

٢٢ - د يو ﻻس څخه ټک نه خيژي.

٢٣ - اوبه په ډانګ نه بيليږي.

٢٤ - اوبه چي په يو ځاي کي ډنډ شي نو خسا کيږي.

٢٥ - غل په غره کي نه ځا يږي.

٢٦ - د کلال په کور کي روغه کوزه نه پيدا کيږي.

٢٧ - دروغجن خافظه نه لري.

٢٨ - په شفتلو کي واښه کوي.

٢٩ - د ردي زوي څخه خپله لور ښه ده.

٣٠ - عقل د کم عقل څخه زده کيږي.

٣١ - کا شکي وروستي عقله چي ړومبي واي.

٣٢ - انسان تر کاڼي کلک او تر ګل نازک دي.

٣٣ - له يولعله دوه پچي شي دي.

٣٤ - ما پر هوا غوښتي خداې پر ځمکه راکړي.

٣٥ - طبيب کوم طبيب دي چي پري تي  شوي وې.

٣٦ - غوښه د هر چا خوښه ده خو دپيشو ورپسي دوه سترګي شوي.

٣٧ - وسله هغه ده چي په لاس درشي.

٣٨ - خوب چي راشي بالښت نه غواړي.

٣٩ - مينه چي راشي ښا يست نه غواړي.

٤٠ - هغه رنځور د خداي جوړ نه کړي چي دروغ ورسره ښه وانه شي.

٤١ - واده ته مه وايه واده ګي.

٤٢ - موږک د سوري د ننوتو نه وو چچ يي ځان پوري وتړه.

٤٣ - توري د ﻻﻻ وهي مړي د عبدلاه وهي.

٤٤ - د پروت زمري څخه ګرځنده ګيدړ ښه دي.

٤٥ - دوست به د وژړوي او دښمن به د وخنداوي.

٤٦ - کله چي څاه وچه شي نو د اوبو قدر معلوميږي.

٤٧ - د نا پوهه دوست څخه هوښيار دښمن ښه دي.

٤٨ - د صبر ميوه خوږه وي.

٤٩ - لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.

٥٠ - د ځواني بيکاري د زړتوب خواري ده.

٥١ - د اوبه لاره په ژرنده ده.

٥٢ - د باز په ځاله کي باز زيږيږي.

٥٣ - کارغه د زرکي تک کاوه خپل يي هير کړ.

٥٤ -  وړه خوله او غټي خبري.

٥٥ - سترګي په بڼو نه درنيږي.

٥٦ - خپله لاسه ګله لاسه.

٥٧ - هر چا ته خپل وطن کشمير دي.

٥٨ - ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.

٥٩ - پړ مي کړه نو مړ مي کړه.

٦٠ - څوګ چي اوښان ساتي نو دروزي لوړي جړوي.

٦١ - څوګ جي خوبونه کوي نو ميښي يي نر کټي زيږوي.

٦٢ - پردي کټ تر نيمو شپو وي.

٦٣ - نر پسه خلا لو لو ته پيدا کيږي.

٦٤ - په تياري پسي رڼا وي.

٦٥ - چي څه تيار وي هغه د يار وي.

٦٦ - تور توتان تر ته قربان.

٦٧ - په زور کلي نه کيږي.

٦٨ - په ياري کي بنګړي ماتيږي.

٦٩ - چي په تنګ شي نو په جنګ شي.

٧٠ - بد تربور په بده ورځ کي په کاريږي.

٧١ - که د خوړ کاڼي پاسته واي نوګيدړانو به نه واي پريښي.

٧٢ - خپل غيب د ولو منځ دي.

٧٣ - ازمويلي څوګ بيا نه ازمويي.

٧٤ - امانت ځمکه هم نه خيا نت وي.

٧٥ - انسان تابع داحسان دي.

٧٦ - مار خوړلي د پړي څخه هم ډاريږي.

٧٧ - اوبه پورته واهه که نه نو ښکته خويي لار ده.

٧٨ - که دنيا ټوله اوبه ونيسي نو د مرغابۍ د سيني پوري راځي.

٧٩ - اور د خپلي لمني لګيږي.

٨٠ - اوړه په اوړه نو منت يي په څه.

٨١ - چي بد ګرځي نو بد به پرزي.

٨٢ - هر کار چي په سلا شي نو بي بلا شي.

٨٣ - پر پچه وخوت کشمير يي وليد.

٨٤ - خپل عمل د ﻻاري مل دي.

٨٥ - مه کوه پر چا چي وبه شي پر تا.

٨٦ - مات لاس غاړي ته لويږي.

٨٧ - روغ صورت پاچاهي ده.

٨٨ - چي باد نه وي ونه نه خوري.

٨٩ - غټي مړي کومي څروي.

٩٠ - عقل په پيسو نه اخيستل کيږي.

٩١ - عقل عقلمند غواړي.

٩٢ - د زروطلاو څخه يو بخت ښه دي.

٩٣ - دوست د سختي لپاره وي.

٩٤ - دوست اشاري ته ګوري دښمن وار ته.

٩٥ - د زرو قدر په زرګر وي.

٩٦ - د وطن په قدر مسافر ښه پوهيږي.

٩٧ - د هر سړي اب په خپل ﻻس کي دي.

٩٨ - د غنمو د برکته ځوز هم اوبه کيږي.

٩٩ - د غرو ځنګلونه بي زمريانو نه وي.

١٠٠ - دعلم برخه درنده ده.

١٠١ - ترکاڼي د بيزو کار نه دي.

 ١٠٢ - پردي غم تر واورو سوړ وي.

١٠٣ - په پردي مال د چا زړه نه خوږيږي.

١٠٤ - د مور نه ميره زهيره نه وي.

١٠٥ - خپل خپل وي او پردي پردي.

١٠٦ - د منت او پردي پو ﻻو څخه خپل سوکړک ښه دي.

 ١٠٧ - ګيله د خپلو څخه کيږي.

١٠٨ - خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.

١٠٩ - عقل په سر دي نه په کال.

١١٠ - کمال زده کړه په تخچه کي يي کيږده يو وخت په کار راځي.

١١١ - کوڼ دوه ځله خاندي.

١١٢ - لنده لښته هري خوا ته کږيږي.

١١٣ - ولاړي اوبه ژر ژيړيږي.

١١٤ - څومره چي ويره لږه وي خطر هم لږ وي.

١١٥ - کار کول د نيکمرغي ﻻره ده.

١١٦ - لټي د شيطان دام دي.

١١٧ - چي ښځه نلري نو غم نه لري.

١١٨ - پيشو تل موږک په خوب کي ويني.

١١٩ - څاروي د پښو څخه تړل کيږي انسان د خولي څخه.

١٢٠ - د ناوړو خبرو څخه چپوالي بهتر دي.

١٢١ - وږي سترګي د ګور په خاورومړيږي.

١٢٢ - لږ خوره تل خوره.

١٢٣ - که کور پردي وو نو ګيډه خو د خپله وه.

١٢٤ - خپله پښه خپله بڼه پيژني.

١٢٥ - ړوند په څراغ څه کوي.

١٢٦ - ړوند له خدايه څه غواړي دوه سترګي.

١٢٧ - پوره وران د کړه دوه کوره.

١٢٨ - د تش ټوپک څخه دوه کسه بيريږي.

١٢٩ - تيږه چي پر ځاي پراته وي نو درنه وي.

١٣٠ - چي بد غواړي پر بد به واوړي.

١٣١ - چرسي سړي نه سړي.

١٣٢ - خلک پر ليوني خاندي ليوني پر خلکو.

١٣٣ - له ويش يي په تلا خوشخا له دي.

١٣٤ - چرګه مي نه جوړه ده بهانه مي ورته جوړه ده.

١٣٥ - چرګ چي ځوان شي پر بام ورو ورو ځي.

١٣٦ - خپل سر پر خپله نه خريل کيږي.

١٣٧ - توري چرګي سپيني هګي اچوي.

١٣٨ - سترګي له سترګو شرميږي.

١٣٩ - مار ته په لستوڼي کي ځاي مه ورکوه.

١٤٠ - تير وخت بيرته نه راګرځي.

١٤١ - چاړه که د سرو زرو هم شي څوک يي په نس نه منډي.

١٤٢ - چي په ځان کي ويني په جهان کي ويني.

 ١٤٣ - خبري ډيري سر يي يو.

١٤٤ - خپل کور ساته بل ته مه وايه چي غل يي.

١٤٥ - خپل غمل دﻻري مل دي.

١٤٦ - چي اوږهيي نهخوړلي له خولې يي بوي نه ځي.

١٤٧ - اوښ که غټ دی خو د شيدو تمه تري مه کوه.

١٤٨ - اوښ په غلبيل نه دريږي.

١٤٩ - اوښ ته چا وويل:لوړ ښه دي که ځوړ؟ ده وويل دري واړه دي ورک شي.

١٥٠ - د اسمان ښکلا په ستورو او د ښځو ښکلا د هغو په...ويښتوکي.

١٥١ - بخت په ټنډه دي نه په منډه.

١٥٢ - چي عقل يي کم وي زيات يي غم وي.

١٥٣ - د کبر کسه نسکوره ده.

١٥٤ - وروري به کوو حساب تر منځ.

١٥٥ - د يوﻻس پينځه ګوتي برابري نه دي.

١٥٦ - ښه خوي به د سلطان کړي بد خوي به د پر ځان پوري خيران کړي.

١٥٧ - چي اوسي په خو به د هغو شي.

١٥٨ - ګونګي د ګونګي په ژبه ښه پوهيږي.

١٥٩ - په يو ګل نه پسرلي کيږي.

١٦١ - خط له ټکي شروع کيږي.

١٦٢ - د يو لاس څخه ټک نه خيژي.

١٦٣ - د ورغوي تڼاکه مرغلرده.

١٦٤ - مار خوړلي د سپين تور پړي وريږي.

١٦٥ - څوګ چي چا ته کوهي کني خپله په کي لويږي.

١٦٦ - وچي خاوري په ديوال نه نخلي.

١٦٧ - څاڅکي څا څکي درياب کيږي.

١٦٨ - چي څه کري هغه به ريبي.

 

 

انجمن کلتوری افغانها در سويدن

  دښاغلې سمندر(ستوري) لنډه پيژندنه

ښاغلې سمندر(ستوري) د خوست ولايت ، په١٩٩١ميلادي کال کي په کابل ښارکي زيږيدلي دي . اوه کاله يي په خوست کي د حيدر خيلو په ليسه کي ابتدايي زده کړه کړي ده. په  ٢٠٠٤ميلادي کال  کي خپل ګران هيواد پريښودلي او د سويډن په هيواد  کي  يي خپل ژوند اوخپلو زده کړو ته په ډيربرياليتوب دوام ورکړي. ښاغلي ستوري د وربي په ښونځي کي دنهم تولګي زده کونکي دي او ډير زيار باسي چي په خپلو درسونو کي  بريالې وي ، او د پوره نمرودترلاسه کولو کوښښ کوي تر سوپه ګيمنازيم کي دساينس په برخه کي زده کړه وکړي ، او وکولاي شي چي طب پوهنځي ته لاره پيدا کړي او يو تکړه ډاکتر جوړ شي

------------------

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

برگشت به صفحه نخست