رحمان بابا

 

که الله درسره مـل نه وي رحمانه        که لښکرې درسره وي يکتنها يي

 

عبدالرحمان بابا په يوه غريبه کورنۍ کې پيدا شوي دی. ددې نامتو شاعر ابتدائی معلومات تر اوسه چا ندي ليکلي. دده له ځينو اشعارو او د يو شمير پوهانو له معلوماتو څخه يواځې دومره څرګنديږی چې عبدالرحمان بابا په قوم مهمند او دمهمندو د بهادر په کلي کې زيږدلی دی. عبدالرحمان بابا پخپله زمانه کې يو صوفی مشرب او عشق داسی ډوب شاعر تير شوی دی چې په خپلې فقير مزاجۍ او په عشق کې فنا شوی دی، د ټولو پښتنو په زړو کې محبوب ګرځولی دی. ددي کلي خلک تر اوسه هم هغه ونی ته چې دا نامتو اديب به تر لاندې کښيناست او اشعار به يې ويل په ډيره درنه سترګه ګوري او ډير احترام ئی کوي.

عبدالرحمان بابا تر(١١١٨) هجري کال پورې ژوندی ؤ ځينی خلک داهم وايي چې رحمان بابا په زلميتوب کې يوه پلا خوشحال خان خټک سره په اکوړه کې ليدنه کړي ده، نو په دی صورت مونږ ددې نوميالی پښتون شاعر د ژوندون کلونه له ١٠٥٠ هجري کال څخه تر ١١٢٠ هجري کال پورې تخمين کولای شو. رحمان بابا يو ديوان لری چې په دوو دفترو کې ليکل شوی دی. په دې دواړو دفترو کې د شاعرانه فن او ادبياتود نازک خيالۍ له مخی څه خاص فرق نشته. دواړو دفترونه ديوه پاخه فکر او لوړ دماغ نتيجه ده.

د رحمان بابا اشعار ډير ساده، سليس او روان دی. داشعار مضامين يې اخلاقی، دينی، اجتماعی او د تصوف لويه برخه لري. د پښتو ژبی په کتابونو کې دا ديوان يو فوق العاده شهرت لری چې دبل شاعرديوان داسې شهرت نه دی موندلی. پښتانه د رحمان بابا ديوان ته په درنه سترکه ګوري.

 

د رحمان بابا دکلام نمونه

 

چــــه مــدام د بــل و عــيـبـو تـــه نـظـر کـړې

                                       خــدای لــه خـپـلــه عـيـبـه ولـی بـيـخـبـر کړې

کـه يــوه جــودانــه عــيـب ويـنـی پــه بـل کـې

                                       هـغـه يـوه جـودانه عيب به يی لـوي غـر کړې

کــه دی خـپـلـه ګـنـاه لــويـــه لـکـــه غـــر وي

                                       پـــه حـيـلـه حـيـلـه بــه غــر د مـچ  وزر کړې

کـه څـوک تـلـه  د انصاف په لاس کې درکړې

                                       خــپــل ټــټــو او د بــل آس بـــه بــرابــر کړې

تــو لـعـنـت دي پــه دا هـسـی مـنـصـفـۍ شـــه

                                       چــــه لــه حــقــه و بــاطـل و تـــه ګـــذر کړې

تــــاتــــه رب د مـــــلايـــکــو مـــقـــام درکــړ

                                       تـــه دا خـپـل صـورت پـخـپـله ګاووخــر کړې

کـه دې يـو ويـښـتـه د ځـان د پـاسـه کــوږ شي

                                       ځـان هـغـه سـاعـت لـه خدايه (ج) مـرور کړې

د ځـوانـۍ عـمـر دې تـيـر کــړ پـه غـفـلـت کې

                                      پــه پـيـرۍ کـې بـه څـه زيـرمـه د محشر کړې

پــه پـيـرۍ کـې د ځـــوانـۍ چـاری نـه ښــاېـي

                                       تــه پــه ورځ د عـاشـوری بـه څـه اختـر کړې

لـــکــه بـيــخ د زړی ونـې چـنـجـی وخـــوري

                                       پـه دا تــيــرعـمـر بــه څــه ښـاج او ثـمـرکړې

دغـه بـاغ بــه دی خـلاص نـشـی لــه خــزانــه

                                       کـه چـاپـيـر ورځـنـی ســـــد د ســکـنــدر کړې

             وبــد خـواه و تــه هـيـڅ څـوک نـصيحت نـه کا

             (رحمان) ستا پـه غم شريک دی که باور کړې

 

برگشت به صفحه نخست