د افغانانو د کلتوری ټولنی خبرتیا !


په ستوکهولم کی میشتو درنو هیواد وا لو !

د افغانانو کلتوری ټولنه په نظر کی لری چی د روژی د مبارکی میاشتی نیکمرغه اختر( زه اختر یم ما مه هیره وی ) ترعنوان لاندی او هم د افغانستان د آزادی (89) کلیزه ( آزادی لوی امانت دی ) تر عنوان لاندی د روان کال د جمعی په ورځ د اکتوبر د میاشتی  په دریمه نیټه د اوشتا فولکت هوس (إÅrsta folket hus)  لوکال کی د مازدیگر د 5 بجو څخه تر شپی لس بجو پوری یو ځای لمانځی له همدی کبله درنو هیواد والوته په درناوی سره بلنه ورکول کېږی چی په خپل ګډون سره خپل مذهبی جشن او د آزادی د ګټلو  جشن ته ښکلا ورکړی.

باید وویل شی چی د آزادی د جشن په برخه کی د هیواد تکړه او ملی سندرغاړی د هیواد والو د خوشحالی لپاره کنسرت ورکوی.

یادونه: د لمانځنی په اوږدو کی د ډوډۍ او چای د امکاناتو نه برسیره څلور عرادی BMX بایسکیلونه، پنځه دانی قندیل (د سالون لپاره ګروپ)او نوری جایزی د قرعه کشی په شکل کی هم شته دی.

Adress: Årsta Folkets Hus, Årsta Torg
Bussar Från Gullmarsplan Till Årsta Torg
160, 168,164


توجه : سندرغاړی د شخصی کامرو د راوړه لو څخه بښنه غواړی !

دبشپړ معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړی!  
 

www.afghanan.se