|
افغان دين دوسته وروڼو او خویندو ته د افغانانو د جامع
مسجد لخوا زيري

ښاغلي
استاد فضل غنی «مجددی» چي په امريکا کښي اوسيږي او د شرعي علومو پیاوړي
عالم دي او د محترمه سمین د آريانا افغانستان د نړيوال شبکي تلويزیون کښي چي د
امريکا نه خپریږي خپل ځانګړي پروګرام لري، د افغانانو د جامع جومات په بلنه سويدن
ته د روان کال د مارچ د مياشتي په (28) د جمعی په ورځ د
جمعی د لمانځه په وخت یعنی په دولس بجی، ستاکهولم ته تشريف راوړي او د
مازديګر د(4) بجو پوري خپل ديني معلومات وړاندي
کوي.
تاسو ته خبر ورکول کيږي چي په پورتني نيټه خپل جومات (د
افغانانو جامع جومات) ته تشريف راوړي.
|