د امام ابو حنيفه (رح) ژوند ته يوه لنډه كتنه


د امام ابو حنيفه (رح) خپل نوم نعمان دثابت زوى او زوطاالکوفي لمسى دى نيکه ئي دافغانستان دپروان ولايت څخه ؤ، ثابت دعلى (رض) در بارته ورغلى ؤ. نو ده او دده اولاد ته ئي دخير او برکت دعا وکړه .
امام ابوحنيفه چې په امام اعظم (رح)  شهرت لري دهجرت په اتيايم کال پيدا او په يو سل پنځوسم هجرى قمري کال وفات شوى دى. دکوفي والي هبيره د قضا په قبلولو باندې هره ورځ لس لس دُرې ووهلو خو د قضا قبلول يې ونه منل نو هبيره مجبور شو او دوخت خليفه ته يې وليږه وائى چې دوخت خليفه منصور هم ورته دقضاء دمنصب وړانديز وکړ. هغه قبول نه کړ. او عذر ئى ورته وړاندې کړ چې زه ددې کار وړ او جوگه نه يم . خو هغه ورباندې ټينگار کاوه .

د لا زیات معلومات لپاره دلته کلیک وکړۍ!


 

www.afghanan.se