اسلام د وحدت سمبول

 

نويسنده: استاذ محمدزمان مزمل*

اسلام چې په عربي نړۍ کې وزيږيد او په تدريج سره يې شااوخوا هيوادونه په خپل قلمرو کې شامل کړل، هغه د يوه داسې فکر له مخې په سيمه او ملتونو کې نفوذ وکړ چې دعدالت او مساوات له مخې يې بنيادونه دومره قوي او متاثر کونکي دي، چې په نننې متمدنه ټولنه کې اسلام د بديلو مفکورو سره د سيالۍ بلکې برترۍ له مخې خپل حضور ساتي او مقابل لورى په کې د خپلې کمزورۍ له مخې تل جګړې او تجاوز ته پناه وړي.
اسلام چې په اولو پنځوسو کلونو کې کومې سيمې لاندې کړې هغه يې د يوه بديل راټولونکي فکر پر بنياد دومره سره متحدې کړې چې د سيمې په ټولو سياسي او علمي تحولاتو کې د هر قوم  او هرې ژبې خاوندانو خپله ونډه درلوده.
 د راشده خلفاوو په دوران کې د دې وحدت بنياد کيښودل شو او پرګنې له زړه په هغه څه باوري شوې چې اسلام يې پيغام راوړى و. وروسته کله چې په اموي او عباسي دورو کې خلافت انحراف وکړ که څه هم د تسلط  د هرم په سر کې عربان و، ولې په ټول قلمرو کې په سياسي او علمي تحولاتو کې عربو او عجمو برابره ونډه درلودله. او د يوه شريک افق په حدودو کې هر چا دومره آزادي او دومره چانسونه پيدا کول چې ځان په کې د بل سره برابر کړي.
په تير تاريخ کې افغانانو، فارسي نژاده پرګنو، ترکي نژاده پرګنو، بربريانو او هر چا په يوه مرحله کې د خپل حضور او خپل رول لپاره مناسب چانسونه درلودل.
په اسلامي پراخ قلمرو کې ډير داسې سلطنتونه جوړ شول چې زيات يې د خلافت موازي او ځينې يې دخلافت نه هم لوړ چليدل، لکه ساسانيان، غزنويان، غوريان، سلجوقي ترکان، ادريسيان او داسې نور.
اسلام چې په کومه پراخه سيمه باندې تسلط پيدا کړ په هغې کې په طبيعي ډول د حوادثو او امپراتوريو د خوځښتونو لارې او څلورلارې ډيرې وې او د تاريخ په اوږدو کې په کې فاتحينو لارې کړې وي، ولې د دې مهمې استراتيژيکې سيمې چې افريقا، آسيا او اروپا سره تړي او د ارتباط بندونه يې سره نښلوي، اوسيدونکي يې مختلف ملتونه و او د دفاع لپاره يې قوي مشترکات نه درلودل،  هغه ټول د اسلام تر چتر لاندې متحد شول او په دې سيمه کې يې هغه تاريخ او فرهنګ پريښود چې تقريبا نهه پيړۍ يې د بشري تمدن د کاروان مخکښان په ځان کې راټول کړي و.
اسلام د داسې مشترکاتو بنياد کيښود چې په سيمه کې مطرح ملتونو او قومونو په نوبت په يو بدليدونکي تسلط کې لکه د ورونو په شان ګډ ژوند کاوه او بهرني دښمن ته يو ول.
دا وروري هم د عربي تسلط په دوران کې او د بلا  تندو بيښو په لړ کې اوهم دتر کي تسلط په دوران کې ژوندي پاتې شوه.
په دې اوږد تاريخ کې مليتونه اوقومونه دومره سره نږدې اودوستانه وچليدل چې  داسلامي نړۍ داسې مهم ښار اوهيواد نشته چې هلته دنورو سيمو اوسيدونکي نه وي او د دغه پراخ قلمرو په اوږدوکې مسلمان قومونه او وګړي آزاد و، چې چيرې درس وائې، چيرې کارکوي، اوچيرې ژوند کوي، په دې اړه هيڅ مانع نه ؤ
که څه هم دعربي اوترکې خلافتونو په لړ کې د اقتدارکړۍ  په تفاوت سره، ټولې په سياسې لحاظ دومره د اسلام د سياسي اواجتماعي اصولو سره جوختې ونه چليدې، او ډيرکرته کيداى شي په ځينو برخوکې دتبعيض اومظالمو باعث شوي وي، ولې پرګنې اوقومونه په داخل کې د يوه قوي تهذيب له مخې پخپلوکې سره نږدې اومتحدې وي اوديوه فوق العاده زغم په نتيجه کې هغوى د امت وحدت يوطرفه پاله .
همدا وجه وه چې په اسلامي نړۍ کې په هره برخه چې يو قوي حکمران چانس پيداکړى هغه دبلا سيمو په لاندې کولو بيا د داسې جدي اواوږدو مخالفتونو نه خوندې و.
غوري،ساساني ، خوارزمي، سلجوقي،  عثماني اومغولي حکومتونه دهمدغسې روادارۍ له مخې منځ ته راغلل اوملتونه داسلام دمشترکاتو له مخې ورسره همکاروچليدل.
دې رنګين ماحول له يوې خوا د دې قلمرو لپاره وياړلي مشترک سرداران ورکړل، او د بلې خوا دارادت اواحترام نه برخمن استادان، مدرسې اوفکري نهضتونه.
له همدې ځايه دا لوى امت عرب اوعجم ، ټول د ابوبکر ،عمر،خالد اوسلمان ،طارق اوصلاح الدين، محمد فاتح اوقطز  او يا د سيد جمال الدين اونورو وياړلو سردارانو په وياړ اوميراث کې سره شريک ، لکه څنګه چې داټول دامام ابوحنيفه ،شافعي ،احمدبن حنبل، ابن سينا،فارابي، خوارزمي، محمدعبده ،حسن البناء اومودودي په شان وياړلو علمي شخصيتتونو په احترام اودرناوي کې سره شريک دي.
د همدي رنګين تاريخ اوتهذيب ژور بنياد دې چې دې امت ته دپرنګي او هرخارجې پرضد د دښمن مشترکه جذبه ورکوي او د همدې روحيې له خيراته افغاني سيد جمال الدين څومره چې په افغانستان کې مطرح وه،  د هغه دوه برابره  يې په استانبول اومصرکې ارادتمندان درلودل.
که څه هم اسلامي نړۍ د راشدو خلفاو وروسته داسې حکمرانان کم وليدل، چې په يومهال يې هم اجتماعي عدالت تامين کړى وي اوهم ئې د يوه ريښتني علمي نهضت لپاره پوره مخه ورکړي وي، ولې بيا هم د ټولو منفي خواو باوجود، ملتونه پکې د يو مشترک تهذيب لاندې په يو مناسب خط کې متحد او يو صف ؤ، او د بيګانه په مقابل کې د يو سرپوښ لاندې خوندي و.
عربي اوعثماني خلافتونو په سيمه کې د ټول کمبود سره سره بياهم خپل ګاونډي هيوادونه په تيره اروپا، ترخپل سياسي ،اجتماعي اوعلمي نفوذلاندې ساتل اوهغوى سره په دې سيمه باندې دتجاوز فکر نه پيداکيده.
هغه وروستى پړاوچې دعباسي خلافت له کمزورۍ په استفاده،  غرب وکولاى شول چې د مذهبي احساساتو په پارولو، اسلامي نړۍ دصليبي جګړو په وړاندې د جدي خطرسره مخامخ کړي، هغه مهال ايوبي صلاح الدين وکولاى شول چې پخپل ابتکار د داسې جبهې او جګړو په سلسله کې صليبيان پر هغه ماته ودروي چې د ټولې اروپا لپاره پکې يوه ژوره ناکامي پاتې شوه.
دا ټول د همدغه وحدت اوخپل منځي غښتلي ارتباط برکت و چې اسلام په دې سيمه اوملتونوکې پر يوه قوي تسلسل په ميراث پرې ايښي ده .
که څه هم په وروستنيو پړاوونوکې  د خلفاوو او لاندې حکمرانانو په  تعامل کې د امپراتوريو د نظام تعامل ته ورته يانژدې،قومي يا هم درباري تهذيب اوسلوک رخنه وکړه،  اوکيداى شي ډيرملتونه پکې توهين اوبې روله شوي وي،  ولې په مجموع کې د اسلامي تهذيب نه متاثر اوانساني تهذيب د ډيرو پرګنو اوملتونو لپاره پيغام لرونکى اوالهام بښونکې و.
په اسلامي نړۍ کې د قومي تعصبونو جذبې او تاثر پوره نه و ختم شوى او ډير کرته هغه د محکومو اوحاکمو پرګنو په منځ کې ځاله کوله، او ډير کرته په تدريج د سياسي بې ثباتي ياهم د ټولنيزو تفاوتونو له مخې د ډيرو ژورو تحولاتو لامل ګرځيدل،  لکه د امويانو د خلافت سقوط يا هم د عباسيانو بديل خلافت راتلل، په اسلامي قلمرو کې د خلافت د موازي سلطنتونو تاسيس ولې د دغه کمزوريو باوجود يو قوي مرموز مرکزيت د تاريخ په اوږدوکې خپل موجوديت ساته اواسلامي نړۍ  يې بهرنيانو ته په يومتحد اندازکې تمثيلوله چې دا خپله د دې معنا ورکوي چې د تعصبي سياليو باوجود اسلامي نړۍ په ټولنيز لحاظ د دې لويدلي فکر اوتصور سره له زړه  روانه  نه وه او دا اوضاع هغه مهال هم دحکمرانانو د انحراف، يا هم د تنګ زړو اصلاحګرانو په محدوده کې وه.
دې لوى قلمرو د اسلامي نړۍ ملتونو ته د يوې نسبي پراخې آزادۍ چانس ورکاوه، او دا لويه ساحه هم په عملي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ، د ډيرو لپاره، د ځليدو پخې زميني ورکولې.
 همدا وجه وه چې د خلافت په مختلفو مراحلوکې د مختلفو ملتونو رجال په سياست اوعلمي نهضتونو کې سهيم شول چې د عربي عنصر د تسلط باوجود په نورو سيموکې په دواړو برخوکې علمي اوسياسي رجال،   او علمي اوسياسي مراکز جوړشول، چې داخپله  د قومي تعصب په غياب کې يوه طبيعي ويشل شوې سلسله ښيي.
نن د همدغه طبيعي ويش اوچانسونو له مخې په اسلامي تاريخ کې هر قوم او ملت خپل خپل سياسي او علمي رجال او مراکز لري، لکه دمشق، بغداد، غزني،هرات، بلخ ، سمرقند، اصفهان، اندلس، قرطبه، غرناطه او ماوراء النهر
په اسلامي قلمرو کې متبادل هجرتونه دومره زيات  او تکرار شوي چې نن په هر عربي هيواد کې غيرعرب پرګنې او په هر غير عربي هيواد کې عربي پرګنې د هغه دوران د رنګين ميراث يادګار دى.
وروستني تاريخ کې چې له يوې خوا عباسي خلافت مخ په کمزورۍ ولاړ او قومي جذبې يې بنيادونه کمزوري کړل، او له بلې خوا علمي نهضت داسې علماوو ته په ميراث پاتې شو چې نه يې په علمي ساحه کې نوښتونه درلودل او نه يې د پرګنو دبې باورې له مخې د وخت حکمرانانو ته نيغه اوسمه خبره کولاى شوه، په همدې اساس په اسلامي نړۍ کې هغه معنوي مرکزيت خورا کمزورى شو، او دا هغه مهال چې د خوارزم له شمال نه مغولي قبايلي حکومت اسلامي نړۍ ته دجنګ رخنه وکړه او د نيمې پيړۍ نه په کمه موده کې د اسلامي نړۍ مرکز بغداد يې  دخليفه په تسلميې او وژلو، دهغه اور لوخړو  ته وسپاره، چې د تسليم شويو ښاريانو په اړه د چنګيز خان وروستى جزاء وه.
د ترک  عرب يا فارسي عرب قومي تضادونو دا سيمه هغه چا ته ډالۍ کړه چې آن د تيرو پيړيو علمي ، سپما يې په بغداد کې اور ته وسپاره.ځکه دهغوى تهذيب اومعامله په همدې حد کې وه.
اسلامي نړۍ دچنګيزخان په هجوم کې دقومي تعصباتو او ناروا سياليو پوره جزاء وليدله، ولې فاتح چنګيزخان په تدريج د اسلامي نړۍ سره د فاتحانه تعامل  په تل تل کې د اسلامي تهذيب اومسلمانو پرګنو د مهذب ژوند نه په تاثرخپله د اسلام د تاثير لاندې راغلل او د هغوى ډير شهزاد ګان د محکومو پرګنو دين او اخلاقو ته سلامي شول.
د مغولي وحشت  د بوړبوکۍ په تيريدو په ليرې شمالي اسيا کې د عثماني دولت بنياد ايښودونکيو ديوې معجزې په ډول، د يوه داسې دولت اساس کيښود، چې د نيمې پيړۍ نه مخکې مخکې يې عربي  نړۍ ، تر مراکشه ټوله پخپل تسلط کې راوستله.
عثماني دولت په سيمه کې د يوه مرکزي دولت په تاسيس نوره خپله ټوله توجه خپل شمال اروپا ته کړه،  او اسلامي نړۍ ته ئې پخپل تسلط کې د يوه داسې قوي دولت برم وباښه چې دعباسې خلافت په نسبت په ځينو برخوکې ښه وځليد.
منتهې د ترکې نژاد يوطرفه تسلط د يوې خوا عثماني خلافت له داخل نه د عربي پرګنو سره د زمکې لاندې په ژور مخالفت کې کيوست او د بلې خوا د علمي هڅو په رابطه د عثماني دولت جامد دريځ دا دولت د تاريخ په داسې پړاو کې د نړۍ اوخپلو سيالانو نه شاته پاتې کړ چې بلا ملتونو او دولتونو په همدې مرحله کې د يوه مترقي تحول محورونه راخپل کړل.
که څه هم په شرق کې د ايران صفوي دولت اومغولي دولت له عثماني دولت سره شديد مخالفتونه درلودل ، ولې بيا هم  عثماني خلافت د يوه قوي اسلامي دولت په توګه وکولاى شول چې په پرګنو تنګه اروپا، پخپل شمال کې پخپلو حدودوکې محاصره وساتې بلکې په يوپړاوکې يې خپل قلمرو  د مسکو ترڅيرمه سيمو هم رسولاى و.
په اروپاکې سياسې اوعلمي نهضتونو اروپا زياته په پښو ودروله  اوهلته د المان، فرانسې او انګليس د قوي امپراتوريو په تشکيل د ترکې عثماني دولت اروپائې سيالان په تدريج د عثماني دولت پرخلاف متحد شول، او له داخل نه ئې د ژبني اوقومي تعصب له مخې عربي پرګنې د عربي خلافت په درواغجنه وعده پر وخت وپارول، اوپه يو لنډ ټکر کې برتانيا وکولاى شول، عثماني کمزورى شوى دولت له داخل نه پرهغه تجزيو وروي چې  په پاى کې د متحدينو په منځ کې دنننې ترکيې پرته ټول تقسيم شول.
داسې قومي تعصباتو او تر شا فرنګې حمايو، د درې ګونو قبلو او د نفتو د ذخيرو د ګودام قلمرو، د يوه داسې دولت له لاس او تسلط نه وويسته چې د تيرو فاتحينو همت او مقاومت يې د غه پرنګي استعمارچيان د کنګل اروپا پر سر کنګل ساتلي و.
قومي تعصب او سيالۍ معمولا په داسې هيوادونو کې زيات موج اخلي چې هلته يا مرکزي حکومت د شته قومونو او مليتونو په اړه په نظام او عملي تعامل کې عادلانه معيارونه نلري او يا په غلطو معيارونو روان وي.
بل په هغو هيوادونو کې زيات ليدل کيږي چې مشران يې د سياسي تجارت او اقتدار ته د رسيدو لپاره په نورو لارو باندې خپل هدف ته نشي رسيدلاى، لکه په افغانستان کې هلته چې  کمونستانو او اسلامي ډلو کې مشرانو خپل شعارونه بدل کړل او په قومي تعصب يې بندې لارې پرانستلې.
اسلامي نړۍ په دې ډول يو ځل د عباسي دولت د کمزورۍ له مخې په قومي ډلو ټپلو او سيمه ايزو شکيدلو امارتونو باندې بدله شوه، او د خطر پر مهال هيچا ونشو کړاى چې د مغولي هجومونو مخې ته په وحدت ودريږي، ځکه قوت او قدرت دواړه قومي تعصباتو د هجوم له پړاو مخکې مخکې کمزوري کړي و، او دوهم ځل بيا د عثماني خلافت په پاى کې چې عرب او ترکي قومونه په خپلو کې داسې سره جلا شول چې هر يو يې د بيګانه په څنګ کې ودريدل.
عثماني دولت د جرمني او بيا له شوروي سره نږدې روابط درلودل، مخالفو عربانو بيا د عثماني دولت پر خلاف د انګليسانو سره ژورې اړيکې او ګډ پروګرام درلود، چې په پاې کې پرنګي پروګرام وکولاى شول چې اول عثماني دولت له پښو وغورځوي او بيا په دوهم قدم کې د عربي واحد دولت څخه ټوټې پرې کړي، بلکې عربي سيمه په لومړى نړيواله جګړه کې د پرنګيانو د متحدينو په منځ کې تقسيم شول.

با تشكر از هفته نامه اصلاح ملي.
 

برگشت به صفحه نخست

eXTReMe Tracker