ښځې ته د معلق طلاق ورکولو حکم

 

ژباړه: سيد هاشم سادات

پوښتنه
که چیرې میړه د قهر حالت کې د خپلی ښځې  طلاق یو کار پوری معلق کړی، او قهر هم دومره زیات وې چې خپل ځان کنترول نشی کړای، آیا د هغه طلاق واقع کیږی؟

الحمد لله

ځواب: مفتي الشيخ صالح المنجد

لومړی:

میړه ته پکار ده چې د کورنیو ستونزو په وخت کې د طلاق ټکی ونه کاروی، ځکه چې په دی سره ډیر ناوړه حالات منځ ته کیږی. ډیر نارینه په دی برخه کې بی پروایې کوی، او هر وخت چې غصه شی، نو په طلاق سره ښځه تهدیدوی، کله چې له ملګرو سره کومه ستونزه پیدا شی، د خپلی ښځی په طلاق سره قسم خوریدا په قرآن یو ډول ټوکې دی ، کله چې رسول الله (ص) هغه کس چې خپله ښځه په دری طلاقو سره طلاقوی په مسخره کونکی نوموی نو څنګه به هغه څوک چې طلاق ورځنی عادت ګرځوی نه مسخره کوی؟
نسایې له محمود بن لبید نه روایت کوی چې رسول الله د یو کس په هکله خبر کړی شو چې خپله ښځه یې په دریو طلاقونو سره طلاقه کړی ده، په غصې سره پورته شو او وی ویل: د الله تعالی په کتاب ټوکې کیږی او زه ژوندی یم؟! تر دې چې یو کس پورته شو او وی ویل چې غواړم هغه کس ووژنم.

شیخ عثیمن رحمت الله ویلی دی: هغه کسان چې ژبه یې د طلاق له ټکی سره عادت شوی ده، او په هرې وړی او غټې کې په طلاق سره قسم خوری، هغوی د رسول الله له وینا سره مخالفت کوی، ځکه هغه فرمایې ( که څوک غواړی چې قسم یاد کړی نو په الله تعالی دې یاد کړی).

اما دا چې څوک په طلاق سره قسم یاد کړی مثلا: پر ما ته طلاقه وی که ته داسې کار وکړی، او یا نفی د یو کار وکړی، او که ته دا ونه کړی په ما دی ښځه طلاقه وی او داسی نور، دا ټول د رسول الله له ویناوو څخه سرغړونه ده.

دویم:

میړه خپلی ښځې ته ووایې: که تا داسی وکړه نو ته طلاقه یې، او یا که تا داسی ونه کړه نو ته طلاقه یې، دې ته شرط پوری تړلی طلاق وایې(معلق) او جمهور فقهاء په دې نظر دی چی د شرط په تر سره کیدو طلاق واقع کیږی.

او ځینی نور علماء په دی اند دی ـ او له هغو څخه شیخ الاسلام ابن تیمیه هم دی- چې په دی مشروط یا تعلیق طلاق کې تفصیل شته دی، چې د ویونکی نیت پوری تړاو لری، که چیری په هغه څه چې یاد کړی وی د قسم کولو اراده پکې وی چې هغه د یو کار د کولو یا نه کولو باندی اصرار دی، نو د دې حکم د قسم خوړلو دی چې که چیری هغه خپل قسم پوره نکړای شو نو حانث بلل کیږی او پکار دی چې د خپل قسم کفاره ورکړی.

او که چیری په دې شرط سره یې د طلاق نیت کړی وی نو د شرط له پوره کیدو سره طلاق واقع کیږی، او دنیت علم یواځی الله تعالی لره ده، چې په هر څه باندی پوه ده، ځکه نو مسلمان ته پکار ده چې الله تعالی ته دی حیله نه کوی، او خپل ځان دی نه دوکه کوی.

د فتوا له هیئت نه وپوښتل شول: چې که څوک خپلی ښځې ته ووایې: که ته ماسره پورته نشی نو ته په ما طلاقه یې، او هغه پورته نشوه. آیا طلاق واقع کیږی؟
نو هیت ځواب ورکړ : که چیری تا د طلاق نیت نه وی کړی او  یواځی ددی مقصد دې در لود چې هغه ځان سره تګ ته و هڅوی، نو طلاق نه واقع کیږی، او تا باندی د قسم کفاره لازمیږی، او که چیری تا دطلاق نیت درلود او هغی ستا شرط تر سره نه کړ نو  یو طلاق واقع کیږی.

دریم:
باید واضح کړی شی چې اکثره وخت طلاق له قهر او غصی نه منځ ته راځی نه له خوښی او سکون نه، داچې میړه د قهر په وخت طلاق ورکړی ددی معنی نه لری چې طلاق نه واقع کیږی، مګر دومره خبره ده چې که چیری قهر او غصه له خپل حد نه زیات وی تر دې چې هغه پوه نشی چې څه وایې او کوی او خپل شعور له لاسه ورکړی، نو په اتفاق د علماوو سره دا طلاق نه واقع کیږی.

اما که چیرې قهر ډیر زیات شی خو دې حد ته نه وی رسیدلی چې هغه خپل شعور او ادراک له لاسه ورکړی، خو هغه خپل ځال سمبالولی ونشی او دې ته یې وهڅوی چې طلاق ورکړی، نو جمهور علماء په دې نظر دی چې طلاق واقع کیږی.

او ځینی په دې اند دی چې طلاق نه واقع کیږی، او له دې ډلې څخه شیخ الاسلام ابن تیمیه او دهغه شاګرد ابن القیم هم دی، او دا راجح قول دی. خو د جمهورو قول مو ځکه یاد کړ ترڅو سوال کونکی او ویونکې پوه شی چې د طلاق ټکی استعمالول څومره خطرناک دی، برابره خبره ده چې د قهر په وخت کې وی او یا نه، خو د هغه کور او ژوند تباه کوی.

با تشكر از هفته نامه اصلاح ملي.
 

برگشت به صفحه نخست

eXTReMe Tracker