Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز86340
Yesterday0
Week86340
ماه86340
همه118856

Currently are 23 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د ثور اوومه او د کمونستانو جنایتونه

محمدالله روان     25.04.2014

د ثور د اوومې عاملین زمونږ میړني افغان مجاهد ولس ته هغه سر کوزي او مختوري مجرمین دي ، چې په هیڅ صورت د بحښلو او هیرولو نه دي ، په۱۳۵۷ د ثور پر اوومه(۷) هغوي زمونږ پر تاریخي ، دیني، کولتوري او ملي ارزښتونو د خپلو روسي بادارانو په حمایت او ملګرتیا په ډیره بې حیایی او سپین سترګی برید وکړ ، د ثور اوومه او د کمونستانو جنایتونه!!

 

مجاهدو او اتلو افغانانو لوړ شهامت ، دیانت او ملي اصالتونه یې تر پښو لاندې کړل. بی دینه، وطن پلورو او وحشي کمونستانو پخپل وار د خلق او پرچم تر عنوانو لاندې سره استعمار په اشاره او مشوره د مومنو او شهیدپاله افغانانو د وژنو او بربادی په خاطر د تورې ارتجاع ، فیوډالانو او امپریالیزم په نومونو د پوهانو ، دسني علماوو، استادانو شتمنو او عامو افغاناو په نیولو او وژلو لاس پوری کړ او په لکونو بی دفاع او مظلوم افغانان یی په هدغو پلمو په وحشي زندانونو کې شکنجه او بیا په ډیره بې رحمی او بی دردی سره په شهادت ورسول. همداراز یی د منځنی طبقی د فقیرو او ناداره افغانانو د پام اړونې په خاطر د کور ، کالي او ډوډی غولونکي شعارونه وړاندې کړل او د ((لینین کبیر)) او شوروي اتحاد بد مرغه انقلاب او تګلارې او ((هورا)) د خپرولو هڅې يی پیل ګړې.

بی دینه نور محمد ترکي او حفیظالله امین به پخپلو ګنده غونډو کې به یی خپل اجیر او پردي پال پوځیان او ملګري دیته هڅول څو د خپلې ملحدې او مفسدې مفکورې نه منونکي افغانان ټول له مینځه یوسي او دا خبره به یی په زغرده کوله چې د اولس (۱۷)میلوني نفوس نه یو میلون هغه نفوس غواړوچې ددوی په اصطلاح کمونستي اقلاب ته وفادار وي، نو که دا پاتې شپاړس (۱۶) میلونه افغانان ټول له مینځه ځي هم باید ولاړ شي.

بی دینه ، وطن پلوري او خاین ببرک کارمل د کریملین په کنګره کې د شوري د پارلمان غوندې ته په داسې حال کې چې د انسانیت او افغانیت ضمیر یی بایللی وو د سټیج تر شا ودرید او وې ویل:

))ملت نجیب و دلبر افغانستان ، دوستي پر فنوح و ارزشهای پر مرحمت اتحاد شوروي کبیر را مرجع ارتقا و سعادت خود میدانند و ما هر چه زودتر خواهان فرستادن عساکر و فشله های جوانان اتحاد شوروی هستیم تا در مقابل ارتجاع سیاه و امپریالیزم جنایتکار مقابله نماییم......((

ګوډاګي او او د زرګونو افغانانو قاتل نجیب چې کله مسکو ته ولاړ خپله غټه ککره یی د ملعون لینین مجسمې ته ښکته او پر هغه یی درود ووایه (( العاذ باالله)) تالي څټو او سپیرو کمونستانو د (( کې، جي ، بي )) په لارښوونه د (( اکساد)) استخباراتي اداره د بې ګناه او بې دفاع افغانانو د وژنې ، ځورونې او نیونې په خاطر وګمارله او د اسدالله سروري په مشري د هیواد په لر او بر کې په قتل عام لاس پورې کړ او د هیواد په زرګونو دیني علما او بادیانته پوهان یی ونیول او به ډیره بې رحمی او مظلومانه ډول یی د خپلو روسي بادارانو د خوشحالولو په منظور په شهادت ورسول. د کابل د څرخي پله، صدارت، شش درک ، بالا حصار، ده مزنګ ، دریم ریاست او داسې نورې سیمې او په ولایتونو کې بیلابیل وژنځایونه او د ربړونې مرکزونه موجود ول چې په ډیره بې دردی او بې رحمی به پکې بې وسه او مظلوم افغانان شهیدیدل او همدارنګه راز راز شکنجې به یی زغملې اودې ظالمو، بی دینه او وحشي کمونستانو په ایماني وسله سمبال او غیرتي افغانان د تباهی او بد بختی ژورې کندې ته وغورځول . دهیواد په ټولو تعلیمي ادارو کې یی ذده کوونکي او محصلین د ذدکړو او تحصیل پر ځای د مارکسیزم پلیتې ، حیواني او شیطاني کړنلارې او بې مفهومه بنسټونو پیژندلو او خپلولو ته رابلل . ددیني او ملي مقدساتو او مفاخرو د لوست پر ځای یی د ملعون لینن او د ثور د کړغیړنې کودتا د مخکښانو سوانع ځای پر ځای کړي ول!! د ویاړلي افغاني کولتور د مسمومولو او پردي کولو په نیت یې افغانانو ته بې سکونه، بربنډ او تر ټولو پریوتې او کسیف فرهنګ ، بې ادبي او عریاني مینځ ته راوړه!! مطلقه بې سوادي ، غلامي ، رټل او سپکاوی یې د مومنو او مجاهدو افغانانو د خصلت په توګه حاکم او پلي کړی وو ، یې ضمیره او ناولو کمونستانو د ټولو جنایتو برسیره په افغانستان د سره استعمار یرغل ته لار هواره کړه او په زرګونو روسي پوځیان یې افغانستان ته راوبلل او دا هیواد یې چې د پردیو استعمارګرو ځواکونو هدیره هم بلل کیږي اسغال کړ.

اجیرو روسي پوځیانو او افغاني مزدورانو یی په ګډه د افغان مومن ولس پر وژنو، ځورولو او نیولو لاس پورې کړ او دوه میلونه سپیڅلې ککرې یی د خپلو ناروا موخو په خاطر شهیدې کړی او په لکونو بې وزله افغانان پردیو هیوادونو ته په ګډه کولو مجبور شول چې لا تر اوسه همدا کډوال په پردیو هیوادونو کې د بې وسې او بې کسې شپې سبا کوي .

ناولو کمونستانو په لوی لاس د بې رحمه او منحوسو روسانو په ملګرتیا د ثور د اوومې ، ناکامه او شرمیدلې کودتا له پیل نه پر مومنو او اتلو افغاناتنو د تورتم راز راز ناخوالیو او بدمرغیو شیبې مسلطې او تر دې دمه افغان مجاهد ولس د همدې فاسدو کمونستانو د لاسه کړیږي ، رنځیږي ، لوټل کیږي او وژل کیږي . همدارنګه پر افغانستان بادې د امریکا او ناټو وحشیانه اوظالمانه پوځي ، سیاسي او کولتوري برید د همدې لړی کړی ده.

د کمونستي بړیڅو او بادارانو یی چې هرڅومره مظالم او جنیات وغندل شي بیا به هم کم وي . د هغوی جرمونه او وحشتونه له هغه ډیر او سل چنده دي چې تر اوسه د قلم په نوکه لیکل شوي او ثبت شوی دي !!

نو راځی چې په ګډه د هغو سرټیټو مجریمینو او د غوایي د اوومې (۷) پر عامیلینو غرونه غرونه نفرت او بد ووایو او پرینږدو څو بی ضمیره خلک د نژاد او ژبې په خاطر د افغان ولس دین، ناموس، ایمان او غیرت ته منحوسې او رټل شوې څیرې معصومې او بی داغه وشمیري.

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
May 2017
MTWTFSS
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031