Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز86339
Yesterday0
Week86339
ماه86339
همه118855

Currently are 11 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د مسلمانانو پيژندنه

شمس الحق (توکلي)

مسلمانان لدې پلوه پر څو برخو وېشل شوي دي :

اول: هغه چي په ښکاره دپردو په چوپړ کي دي ،خپلي ټولي هیلي ﺋﯥ له پردو سره تړلي او دنجات یوازینۍ لار همدا ﮔڼي، بل هر کوښښ او پاڅون ورته لېونتوب اوځان وژنه ښکاري، دا ډله هسي په نامه مسلمانان دي ، له اسلام سره هیڅ خواخو‌ږي نلري، د مادیت په ﮔنده ډنډ کي ترستوني غرق دي، د باطل په خلاف هر ډز او خبره د ځان په خلاف ﮔڼي، د مسلمانانو په وینو او د اسلامي امت په را نسکورولو ﺋﯥ هیڅ زړه نه خوږيږي، هره ورځ له کفري میډیا او خپلو بادارانو نوی الهام او مرام اخلي او د تطبیق کوښښ ﺋﯥ کوي، ټول هم اوغم ﺋﯽ داوي چي خپل بادار څنګه راضي کړي.  

 

دوهم: هغه چي له باطل سره د ټکر مزاج لري ،دې ته نه دي تیار چي دپردو په وړاندي خپل سر ټیټ کړي او دغلامۍ جغ پر خپلو اوږو او کړې په غاړه واغوندي،دوی داسلام تیر عظمت راژوندي کولو ته هیله من دي،په هیڅ صورت نه غواړي چي دباطل بیرغونه دي داسلام پر پاکه خاوره رپاند شي،خو دوی پدې لار کي عجله او تلوار کوي، غواړي هغه غفلت چي مسلمانانو په پیړیؤ پیړیؤ کړی په څو میاشتو یا کلونو ئي بدل کړي، پدې لار کي ددوی ټولي فیصلې پر جذباتو ولاړي وي ،او دهر هغه تحریک او فکر ملاتړ کوي چي ددوی له جذباتو سره تطابق ولري. دريم: هغه ډله چي دمذهب ترنامه لاندي په مسلمانانو کي اختلافات راولاړوي،دوي په خپلو جیبونو کي فتواګاني گرځوي،دهمدې فتواګانو په واسطه څوک مسلمان او څوک کافر بولي،خو په ډیرو جزيي مسأیلو کي دمذهبي شخړو اور بلول غواړي،دامأموریت دباطل لخوا ورته سپارل شوی،مالي مرستي ﺋﯥ کوي،تر ټولو زیات د هغه چا په خلاف پړ کیږي چي تر نورو ډلو باطل ته ډېر خطرناک وي،دپیغمبرانو(ع)مخالفت تل په مذهبي توري اوخنجر سره شوی، دادباطل تر ټولوخطر ناکه حربه وي. باطل له داسي ډلو څو مهمي لاسته راوړني لري: الف)پر مذهب دخلکو بې اعتماده کول. با)دمسلمانانو اتحاد ټوټې کول . تا )سوچه اسلامي احزاب تضعیف کول. ثا) دحق او باطل ترمنځ تمیز له منځه وړل . ج)دمسلمانانو توجه له اصلی هدف بل لور ته کږول . څلورم: هغه ډله چي داصطلاح او تربیت تر نامه لاندي یوه په بلي پسي نوې نوې بازار ته راوزي، په نرمه او تدریجی مبارزه باور لري، داعنوان ددې لپاره کاروي چي په گرم میدان کي راگیرنشي او هم خلک خنثی او بې تفاوته وساتل شي، ددې لپاره دوی پر ټولو هغو احزابو انتقاد لري، چي دمبارزې اوږده اوږده پړاوونه ﺋﯥسرته رسولي او له دښمن سره لاس او گرېوان دي،په اصل کي دا دمخکنۍ ډلي دوهم شکل او رنګ دﺉ،باطل همغه پورتني نتأیج ترې لاسته راوړي او مالي او فکري مرستی ورسره کوي. ۵:-هغه ډله چي باطل ﺋﯥ په هیڅ صورت نشي مهار ولای اونه ﺋﯥ په هیڅ فریب او دام کي راگیرولای شي،نشي کولاې ددوی لپاره جاهل یا پلورل شوی امام وټاکي او یا ﺋﯥ اقتداء کږه کړي،داسي ډلي داسلامي نظام راتلو ته هیله مندي وي پدې لار کي نه ستړې کیدونکې مبارزه کوي،په هیڅ قیمت له خپل هدف تېرېدو ته تیار نه وي، داوږدې مبارزې او اوږده مزله تکل لري،دامت دپېړیؤ پېړیؤ غفلت په څو میاشتو یا کلونوکي نه اصلاح کوي،نه غواړي چي داسلام پر پاکه خاوره دي دباطل بیرغونه رپاندشي،نه دغلامۍ جغ پر خپلواوږو منلای شی او نه ﺋﯥ کړۍ په غاړوکي، داسلام دتیر عظمت خوبونه ویني او یقین لري چي دا هیله به مو تر سره کیږي،خو دوی پدې لار کي عجله او تلوار نه کوي،هر گام ډېر ورو، په احتیاط او تدریج سره اخلي ،په تدریجي مراحلو ډېر باور لري،یوه مرحله دبلي لپاره طبیعي ځینه بولي،هر هغه پاڅون ته د رد جواب وایي چي پر جذباتو او احساساتو ولاړ وي او تر ټولو مهم کار ﺋﯥ د افرادو تربیت او روزنه وي.

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
May 2017
MTWTFSS
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031