Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز79665
Yesterday0
Week79665
ماه79665
همه112181

Currently are 25 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

له مسلمانانو سره تبعيضي چلن د بشري حقونو خلاف دی

Zan 200    د خوړو، کاليو او د هستوگنې د ځاى انتخاب د هر انسان، د بشري حقونو په زمره کې شامليږي، سربېره پر دې د هر مذهب پيروان د خپلې ځانگړې عقيدې پر بناء خپلو ديني شعايرو ته په درناوي او د هغې په عملي کولو مکلف کړى شوې دي – څرنگه چې ټول انسانان هرو مرو د يو دين، کيش او يا مخصوصو رسوماتو په چوکاټ کې دننه خپل ټولنيز ژوند ته دوام ورکوي – نو د دوى د ژوند تېرولو دغه طرز او طريقه هم د بشري حقونو – نه يوازې په ډله کې شامليږي بلکې د بشري حقونو يوه مهمه برخه ده – چې بشري وقار پرې مرتبيږي. 

 

 

کليسا ته تگ او مذهبي لباس اغوستل د عيسايانو حق دى، کنيسه ته په مذهبي لباس کې ورتگ د يهودانو حق دى، درمسال ته تلل، د سر په اوږدو ويښاتو غټه څړۍ جوړول او پگه وهل او همدارنگه د ږيرې په شمول د بدن ټول ويښتان اوږده ساتل  او نه لنډول د سيکانو مذهبي او بشري حق دى – نه د چا د ويرې باعث گرځي او نه ترهگري شمېرل کيږي – نو د مسلمان په ږيره، د مسلمانې ښځې په ديني حجاب  او جومات ته د مسلمانانو په تگ کې خداى مکړه داسې کوم قباحت دى – چې په غير مسلم هېوادو کې ورباندې بنديز لگول کيږي – او د محکمو لخوا ورباندې سزا خېژول کيږي؟! – دا د مسلمانانو سره هغه تبعيضي او تعصبي چلن دى چې هم انساني کرامت ته سپکاوى دى او هم د بشري حقونو او قوانينو خلاف او يو وحشيانه عمل دى چې ترسره کيږي. ږيره د نارينه مسلمان او حجاب د ښځينه مسلمانې انساني کرامت، مذهبي زيور او بشري حق دى – او له دې حق نه د هغوى محرومول نه يوازې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي بلکې يو وحشيانه او ترهگريز عمل هم دى – ځکه د نامسلمو هېوادو حکومتونه او محاکم يې غواړي په دې عمل سره مسلمانان وويروي – ښکاره ده چې د انسانانو د ويرولو عمل د ترهگرۍ په ډله کې شامليږي، اوس  اوس تېره ورځ په چين کې يوې محکمې دوه تنه مسلمانان (خاوند او مېرمن) په دې ناکرده گناه چې سړي ږيره او مېرمن يې اسلامي حجاب په تن کوي د بند په سزا محکوم کړي دي!! محکمې په دې نامعقول دليل چې دغه مسلمان سړي د ږيرې په پرېښودو سره په هېواد کې ناامني راپاروله د بند په شپږ کاله سزا محکوم کړى او د هغه مسلمانه غيرتي مېرمن يې د اسلامي حجاب د په تن کولو په جرم!! د دوه کاله بند په سزا محکومه کړې ده!! دغه مسلمانه مېرمن دومره غيرتي او په خپل دين مينه وه چې د محکمې په تالار کې ورنه د محکمې کارکوونکو په ټينگه وغوښتل چې حجاب ايسته کړي خو غيرتي خور د هغوى دغه غوښتنه په ټينگه رد کړه د بند سزا ته يې غاړه کېښوده خو حجاب يې له سره ايسته نکړ. آيا د دغې وحشي محکمې په وينا – رښتيا هم ږيره او حجاب په هېواد کې ناامني راپارولى شي؟! حقيقت دا دى چې دا د مسلمانانو خلاف يو تعصبي، توپيري او اسلام دښمن چلن دى چې ترسره کيږي.

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
March 2017
MTWTFSS
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031