Get Adobe Flash player
دور چهارم مکتب تابستانی بپایان رسید
مسابقه فوتبال بین تیم های مکتب تابستا نی
ختم قرآنکریم بمناسبت میلاد النبی ص
عکسهای بار اول نمازعيد سعيد اضحی
دور دوم مکتب تابستانی افغانها بپایان رسید
دعوت رسمی سفارت افغانستان مقیم اسلو
دعوت رسمی سفارت کبرا جمهوری اسلامی افغانستان مقیم اسلو
جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۵هجری شمسی

Afghanan Calander 1395 S 171

کمپيوتر سرویس ستوکهولم
کتب دری و پښتو
امروز86340
Yesterday0
Week86340
ماه86340
همه118856

Currently are 16 guests online

شرکت حسابداری الیاس

Home

د اسلامی امت له مشاهیرو نه شیخ اق شمس الدین رحمة الله علیه

لیکونکی :محمد حرب.
ژباړه : شهاب نیازی
    که له یوه اړخ نه د ترکیه عثمانی سلطنت (اسلامی خلافت) اسلامی نړی ته لوی لوی فاتحین ورکړی لکه محمد فاتح نو په څنګ کی داسي عالمان هم را ځلولي  لکه شیخ اقا شمس الدین  چی د نسب سلسله یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته رسیدلی چې د بلار نوم یي حمزه وه او دعثمانی عهد نامتو عالم او طبیب تیرشوی دی .

    شیخ شمس الدین  په ۱۳۸۹کال کې په  دمشق کې زیږدلی دی او په اوو کلنۍ کې یی قران کریم حفظ کړی وه ورسته بیا له خپلی کورنۍ سره آماسیا ته منتقل شو. شیخ له وړوکوالی نه له علم سره مینه درلوده او د علم دزده کړی لپاره یی زیاتی خواری وګاللی له اماسیا نه  ورسته د حلب ښار ته د علم د زده کړی لپاره ولاړاوله هغه ځایه بیا انقری ته ولاړاو په طب، فلکیاتو ، ریاضیاتو علم الاحیا او شرعی علومو کی یی ښه پرمختګ وکړ او د لویو علماوو په قطار کې ودریدو. شیخ شمس الدین په انقره کې په تدریس پیل وکړ او په لږ وخت کې یی ډیر شاګردان وروزل  د خلافت له ګوټ ګوټ نه ده ته ډیر طالبان د علمی تندی د ماتولو لپاره راتلل.
دده شهرت هغه وخت لازیات شو چی کله د ده په شاګردانو کی محمد فاتح هم خپله علمی تنده ماتول شروع کړل. محمد له خپل استاذ تفسیر، حدیث ، فقه .عربی، فارسی، ترکی اونور علوم لکه ریاضیات فلکیات په مکمل ډول سره ولوستل نو په همدی خاطر د محمد په علمی، فرهنګي،او تربیوی پالنه کې د شیخ اقا شمس الدین لوی لاس وه.
کله چی محمد فاتح د عثمانی سلطنت واکدار شونو سمدستی اقا شمس الدین ورته د قسطنطنیه د فتح کولو اوهلته د لښکر د لیږلو مشوره ورکړه  له همدی کبله به دی فتح کی د شیخ مستقیم او غیر مستقیم لاس وه ځکه چی نوموړی د خپلو شاګردانو سره یوځای له دغه لښکر سره د قسطنطنیه د فتح کولو لپاره روان شو.او په دغه تاریخي جهاد کی یی د خپلو شاګردانواو زامنو سره یوځای د جهاد مقدسه فریضه ادا کړه او له همدی کبله ورته د استنبول معنوی فاتح ویل کیږی.  له فتحی نه وروسته شیخ اقا شمس الدین اولنی خطیب وه چی د ایاصوفیا په جامع مسجد کې یی دجمعی خطبه ورکړه.
له همدی کبله په امیر ډیر ګران وه او تل یی ورته د معنوی پلار په سترګه کتل او ویل به یی: (زما احترام شیخ ته غیر اختیاری دی ، اوزه چی کله هم  دده په خواکی یم دده له هیبت نه یو قسم لړزه او ویره راباندی راشی ).
د محمد فاتح به وړاندی تراقا شمس الدین  زیات د احترام وړ بل کس نه وه او دهغه په زړه کي یی لوی مقام نیولی وه اما خپله اقا شمس الدین بیا د الله جل جلاله نه پرته له هیچا نه هم ویره نه کوله او د الله پاک  په لاره کې یی د هیڅ ملامت کوونکې پروا نه ساتله  نو له همدی کبله چی به کله سطان فاتح مجلس ته راغی دي به له ځایه ورته نه پورته کیدو. او کله چی په دی د پاچا ملاقات ته ورغې نو پاچا په سمدستی له خپل ځایه نه د احترام په خاطر پورته شو، او دي به یی له ځان سره کښیناوه.
 دپاچا دی احترام د ده وزیرانو او صدراعظم ته پوښتنه بیداکړه چی سلطان ولی ورته دومره په احترام قایل دی له دی امله صدراعظم محمود پاشا له سلطان نه د دی خبری پوښتنه وکړه او ورته ویی ویل : زه نه پوهیږم ای زما لوي سلطان ته ولی شمس الدین ته پورته کیږی چی کله هغه مجلس ته راشی ؟ دا په داسی حال کې دی چې نورو علماوو ته نه پورته کیږی. سلطان ځواب ورکړچی زه هم نه پوهیږم خو کله چی دی مجلس ته راشی زه په غیری ارادی شکل سره د ده داحترام لپاره پورته کیږم اما نور علما او پوهان چی بیا راشی زه وینم چی دوی زما له هیبت نه په لړزه کی وی کله چی خبری کوي بیا یې ژبي بندی بندی کیږی دا په داسی حال کې دی چی کله بیا زه له شیخ شمس الدین سره خبری کوم بیا زما ژبه بنده بنده کیږي.
همدا شیخ شمس الدین وه چی دالله په لاره کې د هیڅ یو ملامت کوونکې له ملامتیا نه ویره نه کوله  او داسی نه وه لکه د اوس وخت  ځینی علماو چې همیشه د پاچاهانو او حکامو په مخ کې له حق ویلو نه ډډه کوی . بلکه شمس الدین داسی عالم وه چی همیشه یی د حق کلمه لوړه ساتلی وه.
 شیخ اق شمس الدین که په دین علم کی رسیدلی وه نو له بل پلوه د نباتاتو او هم د طب په علم کی یې لوی لاس درولود ان تر دی چی په ده باندی متل جوړ شوی وه اوویل کیدل به (چې نباتات له شیخ اق شمس الدین سره خبری کوی) د دی په څنګ شیخ د نفسی رنځونو ماهر هم وه او د طبیب الارواح لقب ورکول شوی وه ، شیخ د طب په علم کی ده پوره برخی خاوند وه  او دمعدی درنځ اړوند یی یو کتاب هم لیکلی وه (مادة الحیاة) په نامه وه یو له هغو مهمو نقاطو چی په دی کتاب کی راغلی وه (دا لویه خطا دی چی امراض یو بل ته په تلقایی شکل سر نقل کیږی بلکی امراض له یو شخص نه بله ته د عدوي له لاری نقل کیږی او دا عدوه یو وړوکې کوچنې ماده دی چې په سترګو نه لیدل کیږی بلکه دا ډیر دقیق شی ته اړتیا لری چی ولیدل شی ) د شیخ دا نظریه مونږ ته راښیې چی شمس الدین د نړي اولنی دمیکروسکوپ کشف کوونکې دی له ده نه تقریبا ۴۰۰ کاله وروسته فرانسوی  عالم لویس باستر همدی نتیجه ته ورسید چی دمکروب په واسطه د یوه انسان نه بل انسان ته مرض انتقالیږی او دا مکروب بیا په عادی ستر ګو نه شی لیدل کیدی بلکه میکروسکوب ته اړتیا لری چی ولیدل شی .
شیخ ددی کتاب ترڅنګ کتاب الطب هم لیکلی چی دا دواړه په عثمانی یا ترکیه ژبه باندی لیکل شوی وه، او ۷ کتابونه یی په عربی ژبه نړی ته په میراث پریښودلی وه چې د ځینو نومونه یی دادی حل المشکلات، الرسالة النوریه، و رسالة فی ذکرالله .
شیخ ۶ کال په قسطنطنیه کی دسلطان په غوښتنه او ډیر اصرار چي ده ته یی په دی ښار کی د پاته کیدو ویلی وه تیر کړل او له هغه نه وروسته بیرته خپل وطن کونیاک ته راستون شو او له رسیدو سر سم په کال ۱۴۵۹میلادی کی وفات شو.

 

 

اضافه کردن نظر


Meddelande till Afghanan نامه ارسال نماید

From (email)
عنوان
پیغام
Bilaga
 یک کاپی را به خودم ارسال کن
   
 
در بارۀ انجمن کلتوری افغانها در سویدن
افتتاح مكتب تابستانی انجمن كلتوری افغانها
د افغانانو د جامع جومات د پرانستللو خبرتیا
کتب، مواد و پروگرامهای درسی پښتو و دری
د قرآن مجید تلاوت او ترجمه په مختلفو ژبو
احکام مریض در رمضان

بخشی از ویدیو کلیپ های مراسم ادای حج
کتاب رهنمای حج فارسی
Clocks ساعت
Calendar ، سالنامه ، جنتری ، کلیز
May 2017
MTWTFSS
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031